د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ګامبیا پلازمېنه بانجول کې د اسلامي همکارۍ سازمان په ۱۵مه سرمشريزه کې د طالبانو حکومت یو پلاوي هم ګډون کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت نن ( یکشنبه، د غویي ۱۶مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د اسلامي همکارۍ سازمان ۱۵مه سرمشريزه چې د غړو هیوادونو د دولتونو او حکومتونو رئيسان، بهرنيو چارو وزيران او ډیپلوماتان پکې ګډون کوي، د ګامبیا په بانجول کې د مۍ مياشتې په ۴ او ۵ نېټو دايريږي.
خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې په دې غونډه کې د اسلامي همکارۍ سازمان په رسمي بلنه د اسلامي امارت په استازيتوب د بهرنیو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي او د نړيوالو سازمانونو د برخې رئيس ګډون کړی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د طالبانو پلاوی به په عمومي غونډه کې د ګډون تر څنګ د اسلامي همکارۍ سازمان له لوړپوړو چارواکو او همدارنګه د غړو هيوادونو له استازو سره د ناستې په څنډه کې د دوه اړخيزو او څو اړخيزو موضوعاتو په اړه هم خبرې اترې ولري.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/31434